د بلخ والي محمد اسحق رهګذر په مشرۍ، د کرونا په وړاندې د مبارزې اضطراري، لسمې ناستې په دوام لس ورځې نور هم قرنطین وغځېد.

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۳/۳ - ۲۱:۵۱
ادامه قرنطین شهر مزار شریف تا ده روز دیگر!

دغه ناسته نن چهار شنبه د ۱۳۹۹ کال د ثور په ۱۰ مې، چي د بلخ ولایت مقام مرستیالان شجاع الدین شجاع او محمد بشیر توحیدي، د مزار ښاروال عبدالحق خرمي، د ولایتي شورا ریس ډاکټر محمد افضل حدید، د بلخ امنیه قمندان سمنوال اجمل فایز او د بلخ ملي امنیت ریس ډګروال هارون حیدري ګډون درلود ترسره شوه.
پیل کې د بلخ عامه روغتون په استازیتوب ډاکټر ګوهري د کرونا ویروس لمنې پراخېدو په اړه خپل راپور وړاندې کړ.
ورپسې د بلخ والي محمد اسحق رهګذر د ښه راغلاست تر څنګ، د بلخ عامه روغتون کړنې او فعالیتونه یې د قدر وړ یاد کړل وویل: د قرنطین سل په سلو طبیقول د ولس په خیر تمام شو، چي ښه مثبته پایله یې ورکړې ده او په همدې دوام کې غریبو خلکو سره د سوداګرو لاسنیوی تر دې ځایه ډېر ښه وو او اړمنو کورنیو ته د لاس نیوي کمېټه مکلفه ده چي لمړني توکي د مستحقو خلکو پېژندو سره په سمه توکه ورسوي.
د والي خبرو په تاید د ناستې ګډونوالو په خپل وار سره د ښار قرنطین کولو په اړه خبل نظرونه او طرحې په تفصیل سره شریکې کړې.
همدارنګه د بلخ ولایتي شورا ریس د کرونا ویروس سره د مبارزې کمېټې هلې ځلې په نیکۍ یادې کړې او د ښار بیا قرنطین په اړه یې هم خبرې وکړې.
په پای کې د کرونا په وړاندې د مبارزې کمېټې د یوې ځانګړې اعلامیې خپرېدو سره د کرونا لمنې پراخېدو مخنیوي په اړه ځیني مدیریتي شرطونه وړاندې کولو سره د قرنطین موده
۱۰ ورځې نوره هم تمدید کړه

تازه خبرونه

سه شنبه, اپرېل 22 2025 8:54 AM
Background image

د مزارشريف ښاروال په مزارشريف كې د ايران له جنرال قونسل سره وليدل او خبرې يې وكړې

د مزارشريف ښاروال حافظ عبدالرحمن "همت" په مزارشريف کې د ايران د اسلامي جمهوريت له قونسل جنرال حميد رضا "احمدي" سره په خپل دفتر کې وکتل او د دوه اړخيزو همکاريو پر ارزښت، د غوره اسانتياو. . .

پنجشنبه, مارچ 20 2025 12:05 PM
Background image

د مزارشریف ښاروال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مرستیال سره وکتل

د مزارشریف ښاروال حافظ عبدالرحمن همت د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مرستیال الحاج خیرالدین مایل سره د مزارشریف ښار د نفوس، پرمختګ او هوساینې په اړه وکتل او خبرې یې وکړې.,
د. . .

سه شنبه, اکتوبر 01 2024 11:35 AM
Background image

د بلخ ولایت په کچه د ښاروالۍ د فوټسال لوبډلې اتلولي

د بلخ ولایت په کچه د ښاروالۍ د فوټسال لوبډلې د اتلولۍ له امله د مزارشریف ښاروال ته مبارکي وایم!
د فوټسال سيالۍ چې د بلخ ولايت د بدني روزنې رياست له خوا له نشه يي توکو سره د مبارزې تر. . .

BACK TO NEWS