د مخابراتو ریاست مخې ته د ګلدان جوړول
د مزارشریف ښاروالۍ لخوا د مزار ښار د مخابراتو ریاست ته څېرمه د ګلدانی د جوړولو چارې د مزار ښاروالۍ په همغږۍ د یوه خصوصي قرار دادي شرکت لخوا د ۲ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت تزئین او جوړیږي.
د قرار دادي شرکت مسولین وایي چې یاده سیمه به په اساسي توګه زرغونوي چې په دې سره هم څو کسانو ته پکی د کار ضمینه هم برابره شوې ده.
بل لور ته بیا د مزارشریف ښار د همدې سیمې اوسیدونکي د مزار ښاروالۍ دا ډول بنسټیز کارونه ستایي او زیاتوي چې په ټول توان سره به د ښاروالۍ له دغه ډول فعالیتونو ملاتړ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په مزارشریف ښار کې لویې او بنسټیزې پروژې عملي شوي چې په همدې پار مزار ښاروالۍ د هیواد په کچه یوه تر ټولو فعاله اداره بلل کیږي.