د مزارشريف ښاروال د ښار د يو شمېر ولسواليو له ولسوالانو سره وکتل
د مزارشریف ښاروال الحاج مولوي نقیب الله طارق د مزارشریف ښار د ناحیو له یو شمیر کلانترانو سره ولیدل.
په دې ناسته کې د مزارشریف ښاروال د کلانترانو کړنې او خدمات وستایل او له هغوي څخه یې وغوښتل تر څو له ټولو اړونده ادارو سره همکار ووسي.
نوموړي له ټولو کلانترانو غوښتنه وکړه چې په خپلو سیمو او جوماتونو کې دې د ښار پاکوالي، ښاري نظم او د کثافاتو په انتقال کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
د مزارشریف ښاروال ټینګار وکړ چې وکیلان باید د سیمې له خلکو سره ښه چلند وکړي.
په پای کې د سیمو کلانترانو ډاډ ورکړ چې په ټول توان سره به له اړوندو ادارو سره مرسته او د خلکو خدمت کوي.