د مزارشريف ښاروال صاحب د ظهرالدین فاریابي سړک د کانکریټ اچولو له جريان څخه يي لېدنه وکړه
د مزارشريف ښاروال صاحب د ظهرالدین فاریابي سړک د کانکریټ اچولو له جريان څخه يي لېدنه وکړه.
چهارشنبې په ورځ سهار د مزارشريف ښاروال الحاج محمد کاظم طارق د ظهرالدین فاریابي سړک د کانکریټ اچولو له جریان څخه يي لېدنه وکړه، چي پر مهال يي بلخ ولایت مقام د بشري سرچینو او پراختیا ریاست رئیس مولوي بخت محمد مومنیار ، د ښاروالۍ انجينرانو عمومي مدیر روح اللّٰه توخي ، د قراردادي شرکت مسؤل او ځايي وګړو شتون درلود.
د مزارشريف ښاروال صاحب د مزارشريف ښار څلورمې ناحيې اړوند د ظهرالدین فاریابی له سړک څخه د لیدنې پر مهال مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې، د سړک جوړونې پروژې دې په ښه کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې شي، څو په یادو سیمو کې ترانسپورټي او ترافیکي ستونزې حل او ښاریان اړینو ښاري آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي.
دغه راز مزارشريف ښاروال اړوندو مسئولینو ته لارښوونه وکړه چې، د دغو پروژو د چارو د بشپړېدو په برخه کې دې له هیڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي او د پروژو له کیفیت څخه دې پړاو په پړاو څارنه وکړي، څو په لوړ کیفیت او معیاري توګه پلې شي.
د قراردادي شرکت مسوولینو د مزارشريف ښاروال صاحب ته ډاډ ورکړو چي یاد سړک به په لوړ کيفيت، معیاري توګه او ټاکلي وخت بشپړه وي.