د مزارشریف ښاروالي د ۱۴۰۵ مالي کال د پراختیایي پلان له مخې، له «نهر توپ» څخه تر «روضه مبارک» پورې د یو کانکریټي کانال د جوړولو پروژه پلي کوي.

web_admin
abs

Publish Date

Closing Date

محترم ساختماني او سرک جوړونې شرکتونه او موسسې چې د دغه قرارداد د داوطلبۍ هیله لري، باید خپل غوښتنلیکونه د اعلان له نېټې څخه د ښاروالۍ تدارکاتو آمریت ته وسپاري. همدارنګه د اعلان له خپرېدو وروسته تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته مراجعه وکړي. د ملي تدارکاتو کمیسیون د ۸۶۷ شمېره پرېکړې پر بنسټ تضمین نه اخیستل کېږي. د ګډون شرط د باقیدارۍ نه درلودل دي. داوطلبان کولای شي د تدارکاتو د طرزالعمل د ۲۹ حکم ۹ فقرې سره سم د ۱۰۰۰ یو زر افغانیو په ورکولو سره د شرطنامې چاپي کاپي ترلاسه کړي. والسلام.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴۰
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال د انکشافي پلان له مخې، د ښار د دولسو ناحیو سړکونه په اساسي ډول جغل‌اندازي کړي.

 

د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال د انکشافي پلان له مخې، د مزارشریف ښار د دولسو ناحیو سړکونه د انجنیري او زیربناوو مدیریت د لومړني حجمي اټکل د جدول مطابق په اساسي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۴۰
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ شنه پارک، چې د اوومې ناحیې په ساحه کې موقعیت لري او ۶۰۰۰ متره مربع مساحت لري، د درې کلونو لپاره د داوطلبۍ له لارې په اجاره ورکوي.

 د مزارشریف ښاروالۍ اداره د خپلې مالي سرچینې د پیاوړتیا په موخه په پام کې لري چې د اوومې ناحیې په ساحه کې خپل ملکیت شین پارک، چې ۶۰۰۰ متره مربع ځمکه ده، د روان کال لپاره د درېیو کلونو . . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۶
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د ۱۴۰۵ کال د پراختیایي پلان له مخې، د اعتبار سړک د مزمل شهید څلورلارې څخه تر لوېدیځ کمربند پورې د اساسي قیرریزۍ پروژه اعلان ته سپاري.

د مزارشریف ښاروالۍ د بلخ ولایت د مقام د (۴۶۳۶) ګڼې حکم، مؤرخ ۱۴۴۸/۴/۲۹، پر بنسټ په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ کال د پراختیایي پلان له مخې، د اعتبار سړک د راهي شهید څلورلارې څخه تر کمربند پورې . . .

Back to tenders