د مزارشریف ښاروالۍ د ۱۴۰۵ کال د پراختیایي پلان له مخې، د اعتبار سړک د مزمل شهید څلورلارې څخه تر لوېدیځ کمربند پورې د اساسي قیرریزۍ پروژه اعلان ته سپاري.
Publish Date
Closing Date
د مزارشریف ښاروالۍ د بلخ ولایت د مقام د (۴۶۳۶) ګڼې حکم، مؤرخ ۱۴۴۸/۴/۲۹، پر بنسټ په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ کال د پراختیایي پلان له مخې، د اعتبار سړک د راهي شهید څلورلارې څخه تر کمربند پورې د سړک د اساسي قیرریزۍ پروژه د انجنیري عمومي مدیریت د نقشې او ترتیب شوي جدول مطابق تطبیق کړي.
ټولو محترمو ساختماني او سړک جوړونې شرکتونو ته چې غواړي په دې پروژه کې د قرارداد ترلاسه کولو لپاره داوطلبي وکړي، خبر ورکول کېږي چې د شرطنامې او ورکړل شوي لګښت اټکل مطابق خپل غوښتنلیکونه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري.
داوطلب شرکتونه دې د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د (۱۰) تقویمي ورځو په موده کې د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته مراجعه وکړي او د تدارکاتو کمېسیون د (۸۶۷) ګڼې پرېکړې مطابق تضمین، د شرایطو د مشخصاتو دفتر کې د یاد شوي شرط په ګډون د نه پوروړتیا سند، د شرطنامې سافت کاپي او د احجامو جدول پرته له کوم لګښت څخه ترلاسه کړي.
