د مزارشریف ښاروالۍ اداري غونډه

mazar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۳ - ۸:۵۹
asd

د مزارشریف ښاروالۍ اداري ناسته د مزارشریف ښاروال الحاج مولوي نقیب الله طارق په مشرۍ په داسې حال کې چې د مرکزي شعبو مسولینو او د دولسګونو ناحیو آمرینو شتون درلود ترسره شوه.

د مزارشریف ښاروال الحاج مولوي نقیب الله طارق د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې ټول کارمندان مکلف دي څو خپلې دندې د اصولو سره سم ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړه چې صفایي او موقته کرایه باید په خپل وخت سره ټوله شي.

د مزارشریف ښاروال ټینګار وکړ چې د دولسګونو ناحیو مسولین باید له ښار څخه د کثافاتو د انتقال پروسه چټکه کړي چې په خبره یې د ټولو کارکونکو تر منځ باید بشپړه همغږي موجوده وي.

د غونډې په بله برخه کې آمرینو او د مرکزي شعبو کارکونکو خپلې ستونزې او غوښتنې د مزارشریف ښاروال ته وړاندې کړې چې د نوموړي لخوا ورته د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول.

ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه شنبه, اپرېل 22 2025 8:54 AM
Background image

د مزارشريف ښاروال په مزارشريف كې د ايران له جنرال قونسل سره وليدل او خبرې يې وكړې

د مزارشريف ښاروال حافظ عبدالرحمن "همت" په مزارشريف کې د ايران د اسلامي جمهوريت له قونسل جنرال حميد رضا "احمدي" سره په خپل دفتر کې وکتل او د دوه اړخيزو همکاريو پر ارزښت، د غوره اسانتياو. . .

پنجشنبه, مارچ 20 2025 12:05 PM
Background image

د مزارشریف ښاروال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مرستیال سره وکتل

د مزارشریف ښاروال حافظ عبدالرحمن همت د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مرستیال الحاج خیرالدین مایل سره د مزارشریف ښار د نفوس، پرمختګ او هوساینې په اړه وکتل او خبرې یې وکړې.,
د. . .

سه شنبه, اکتوبر 01 2024 11:35 AM
Background image

د بلخ ولایت په کچه د ښاروالۍ د فوټسال لوبډلې اتلولي

د بلخ ولایت په کچه د ښاروالۍ د فوټسال لوبډلې د اتلولۍ له امله د مزارشریف ښاروال ته مبارکي وایم!
د فوټسال سيالۍ چې د بلخ ولايت د بدني روزنې رياست له خوا له نشه يي توکو سره د مبارزې تر. . .

BACK TO NEWS