د مزارشریف ښاروالۍ د مشورتی شورا ناسته ترسره شوه
د مزارشریف ښاروالۍ د مشورتی شورا ناسته د مزارشریف ښاروال عبدالحق خرمي په مشرۍ د یادې شورا د مرستیال او غړیو په شتون سره ترسره شوه .
په دغه ناسته کې ښاغلې خرمي د مزارشریف ښاروالۍ د کړنو او فعالیتونو په هکله خبری وکړي. او د مشورتی شورا د غړیو څخه یې غوښتنه وکړه ترڅو د قانون سره سم خپلی چاری مخته یوسئ. او ښاریانو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي.
په دغه ناسته کې د مزارشریف ښاروالۍ مشرتابه پلاوی او مشورتی شورا د بلخ ولایت د مستوفیت رییس ضیا ضیا د کړنو څخه د ستاینلیک په ورکړي سره ستاېنه وکړه.
سه شنبه، د ۱۳۹۸ لمریز کال د سلواغې مېاشت لومړۍ نېټه- مزارشریف!