د مزارشریف ښاروال د کړنو څخه د افغانستان د ترکمنانو د یووالې شورا لخوا ستاېنه وشوه
د مزارشریف ښاروال عبدالحق خرمی د کړنو او هلو ځلو څخه د افغانستان د ترکمنانو د یووالې شورا لخوا د تندیس په ورکولو سره ستاېنه وشوه.
د افغانستان ترکمنانو یو شمېر مشران چې د ښاغلې خرمي دفتر ته راغلي ول؛ د مزارشریف ښاروال او د دغه ارګان د رهبري پلاوی د هلو ځلو څخه یې ښاریانو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ستاینه وکړه.
همداراز د مزارشریف ښاروال پداسې حال کې چې د ښاریانو د ملاټړ څخه مننه وکړه؛ ډاډ یې ورکړ چې د مزارشریف ښار اوسېدونکو د ستونزو د هوارلو لپاره به دېري هڅي وکړي.
شنبه، د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومې میاشت ۲۱ نېټه- مزارشریف!