د مزارشریف ښاروال په افغانستان کې د سره صلب کمېټي د مرستیالې سره لېدنه وکړه
د مزارشریف ښاروال عبدالحق خرمي په خپل دفتر کې په افغانستان کې د سره صلب کمېټي (ICRC) د مرستیالې سره پداسې حال کې لېدنه وکړه چې د مزارشریف ښاروالۍ مرستیال الحاج ګل محمد ایرکین شتون درلود.
د مزارشریف ښاروال په افغانستان کې د سره صلب کمېټي (ICRC) د کړنو څخه د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د روغتیایی خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې مننه وکړه او د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.
وروسته مېرمن اویچلی د مزارشریف ښاروالۍ او د سره صلب کمېټي ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ په هکله خبری وکړی او د دغه همکاریو پر دوام یې تنګار وکړ.
پنجشنبه، د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومې میاشت ۲۶ نېټه- مزارشریف!