د نیکمرغه سږکال د نوروز نړۍوال جشن د سولې پروسې او د تاوتریخوالي کمښت سره مل دي

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۸ - ۹:۴۰
د نیکمرغه سږکال د نوروز نړۍوال جشن د سولې پروسې او د تاوتریخوالي کمښت سره مل دي

د مزارشریف ښاروال:
د نیکمرغه سږکال د نوروز نړۍوال جشن د سولې پروسې او د تاوتریخوالي کمښت سره مل دي

د مزارشریف ښاروال عبدالحق خرمي چې د بلخ ملی تلویزیون سره مرکه کوله؛ وویل چې د نیکمرغه سږکال د نوروز جشن د سولې پروسې او د تاوتریخوالي کمښت سره مل دي .

همدارنګه د مزارشریف ښاروال چې د نوې کال د چمتوالي لپاره د مزارشریف ښاروالۍ د کړنو په هکله خبری کولې؛ زیاته کړه چې راروان کال به د خلکو لپاره د خوښيو او سوکالې کال وي.

همداراز ښاغلې خرمي چې د نوروز نړۍوال جشن د ترسراوي کمیسیون مشرۍ کوي؛ تنګار یې وکړ چې د نوروز نړۍوال جشن د ترسراوي په موخه په مزارشریف ښار کې هر اړخیزي چمټوالي نېولې شوي او د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري چې د سولې پروسې څخه د ملاټړ په موخه په مزارشریف ښار کې بېلابېل پراګرامونه ترسره کړي .

د مزارشریف ښاروال پداسې حال کې چې د نوروز نړۍوال جشن د ترسراوي لپاره د چمتوالي د نېولو په هکله خبری کولې؛ د مزارشریف ښاریانو څخه یې غوښتنه وکړه چې د خپل ښار د پاکوالې او سمسورتیا په موخه د دغه ادارې سره همکارۍ وکړي .

پنجشنبه، د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب مېاشت۱۵ نېټه- مزارشریف !

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۸:۵۴
Background image

د مزارشريف ښاروال په مزارشريف كې د ايران له جنرال قونسل سره وليدل او خبرې يې وكړې

د مزارشريف ښاروال حافظ عبدالرحمن "همت" په مزارشريف کې د ايران د اسلامي جمهوريت له قونسل جنرال حميد رضا "احمدي" سره په خپل دفتر کې وکتل او د دوه اړخيزو همکاريو پر ارزښت، د غوره اسانتياو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۲:۵
Background image

د مزارشریف ښاروال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مرستیال سره وکتل

د مزارشریف ښاروال حافظ عبدالرحمن همت د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مرستیال الحاج خیرالدین مایل سره د مزارشریف ښار د نفوس، پرمختګ او هوساینې په اړه وکتل او خبرې یې وکړې.,
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۱:۳۵
Background image

د بلخ ولایت په کچه د ښاروالۍ د فوټسال لوبډلې اتلولي

د بلخ ولایت په کچه د ښاروالۍ د فوټسال لوبډلې د اتلولۍ له امله د مزارشریف ښاروال ته مبارکي وایم!
د فوټسال سيالۍ چې د بلخ ولايت د بدني روزنې رياست له خوا له نشه يي توکو سره د مبارزې تر. . .

BACK TO NEWS