د ښاري فعالیتونو د تنظیم په موخه د مزارشریف ښاروالۍ هلې ځلې

د مزارشریف ښاروال عبدالحق خرمي د بلخ ولایت د ترانسپورت رییس مصطفی سروش سره پداسې حال کې چې د ښاري ترانسپورت استازو شتون درلود د ښاري فعالیتونو د تنظیم په موخه په خپل دفتر کې ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې د مزارشریف ښاروال تنګار وکړ چې دغه ارګان د اړوندو ادارو سره هلې ځلې کوي ترڅو په ښار کې بدون رامنځته کړي.
همداراز د بلخ ولایت د ترانسپورت رییس ژمنه وکړه چې د ښاری ترانسپورت د تنظیم لپاره د مزارشریف ښاروالۍ سره لازمي همکارۍ کوي.
چهارشنبه، د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومې میاشت ۱۱ نېټه- مزارشریف!