مزارشريف ښاروال صاحب د بلخ ولايت افغان_ترک لېسې له مدیر سره يې وکتل.
شنبې په ورځ سهار د مزارشريف ښاروال صاحب الحاج محمد کاظم طارق د بلخ ولایت افغان_ترک لېسې له مدیر ښاغلي حسن اکنجی سره يې په داسي حال کې وکتل چې د نوموړي لېسې تدریسي معاون حاجي محمد حامد هم شتون درلود.
په لومړي کې د مزارشريف ښاروال صاحب د بلخ ولايت افغان_ترک لېسې مدير او ملا پلاوي ته یې ښه راغلاست وویل تر څنګ د دواړو هېوادونو تر منځ يې د دوستانه اړيکو له امله خوښې څرګنده کړه، هیواد کې د پوهنې په برخه کې د دوی کړنې بې سارې یادي کړي، پر دوام يې ټينګار او ستاینه یې وکړه.
په ورستيو کې د بلخ ولايت افغان_ترک لېسې مدير ښاغلي حسن اکنجی د مزارشريف ښاروالۍ کرنې يې وستایلې او بلخ ولايت کې يې د پوهنې په برخه کې زدکونکو ته د اسانتیاوو برابرولو په خاطر د هر راز همکاريو ژمنه وکړه.