په مزارشریف ښار کې د افغانستان بانک د نوې ودانې د جوړولو بڼسټ کېښودل شو
د مزارشریف ښاروال عبدالحق خرمي په بلخ ولایت کې د افغانستان بانک د استازوالۍ د نوې ودانې د جوړولو بڼسټ اېښودلو مراسم کې ګدون وکړ.
په دغه مراسم کې د بلخ ولایت مقام مرستیال محمد بشیر توحیدی، د بلخ ولایت د ولایتی شورا رییس محمد افضل حدید، د بیلابیلو ادارو رییسانو او د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی او کارکونکو ګدون درلود.
په مزارشریف ښار کې د افغانستان بانک نوې ودانې د ۳۱ میلیون افغانیو په ارزښت په دوو راتلونکو کلونو کې په پنځو پوړونو کې رغول کېږي.
سه شنبه، د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومې مېاشت ۱۰ نېټه- مزارشریف!