په مزارشریف ښار کې د سمسورتیا او نېالګيو کېنولو پروسه پېل شوه
په دغه مراسم کې د بلخ ولایت مقام مرستیال شجاع الدین شجاع، د مزارشریف ښاروال عبدالحق خرمي، د دولتی ادارو رییسانو، د مزارشریف ښاروالۍ مشرتابه او د مدنې ټولنو غړیو ګدون درلود . د مزارشریف ښاروالۍ د تنظیف او سمسورتیا آمریت لخوا پیل شو .
د مزارشریف ښاروال عبدالحق خرمي د رسنیو سره په خبرو کې وویل چې؛ د مزارشریف ښار په بیلابیلو سېمو کې به د ۳۰ زرو څخه زیات نېالګی کېنول شي.
شنبه، د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب مېاشت ۳ نېټه - مزارشریف!