د مزارشريف ښاروال صاحب د ظهرالدین فاریابي سړک د کانکریټ اچولو له جريان څخه يي لېدنه وکړه

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۱:۵۸
asd

د مزارشريف ښاروال صاحب د ظهرالدین فاریابي سړک د کانکریټ اچولو له جريان څخه يي لېدنه وکړه.
چهارشنبې په ورځ سهار د مزارشريف ښاروال الحاج محمد کاظم طارق د ظهرالدین فاریابي سړک د کانکریټ اچولو له جریان څخه يي لېدنه وکړه، چي پر مهال يي بلخ ولایت مقام د بشري سرچینو او پراختیا ریاست رئیس مولوي بخت محمد مومنیار ، د ښاروالۍ انجينرانو عمومي مدیر روح اللّٰه توخي ، د قراردادي شرکت مسؤل او ځايي وګړو شتون درلود.

د مزارشريف ښاروال صاحب د مزارشريف ښار څلورمې ناحيې اړوند د ظهرالدین فاریابی له سړک څخه د لیدنې پر مهال مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې، د سړک جوړونې پروژې دې په ښه کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې شي، څو په یادو سیمو کې ترانسپورټي او ترافیکي ستونزې حل او ښاریان اړینو ښاري آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي.
دغه راز مزارشريف ښاروال اړوندو مسئولینو ته لارښوونه وکړه چې، د دغو پروژو د چارو د بشپړېدو په برخه کې دې له هیڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي او د پروژو له کیفیت څخه دې پړاو په پړاو څارنه وکړي، څو په لوړ کیفیت او معیاري توګه پلې شي.

د قراردادي شرکت مسوولینو د مزارشريف ښاروال صاحب ته ډاډ ورکړو چي یاد سړک به په لوړ کيفيت،  معیاري توګه او ټاکلي وخت بشپړه وي.

تازه خبرونه

سه شنبه, اپرېل 22 2025 8:54 AM
Background image

د مزارشريف ښاروال په مزارشريف كې د ايران له جنرال قونسل سره وليدل او خبرې يې وكړې

د مزارشريف ښاروال حافظ عبدالرحمن "همت" په مزارشريف کې د ايران د اسلامي جمهوريت له قونسل جنرال حميد رضا "احمدي" سره په خپل دفتر کې وکتل او د دوه اړخيزو همکاريو پر ارزښت، د غوره اسانتياو. . .

پنجشنبه, مارچ 20 2025 12:05 PM
Background image

د مزارشریف ښاروال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مرستیال سره وکتل

د مزارشریف ښاروال حافظ عبدالرحمن همت د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مرستیال الحاج خیرالدین مایل سره د مزارشریف ښار د نفوس، پرمختګ او هوساینې په اړه وکتل او خبرې یې وکړې.,
د. . .

سه شنبه, اکتوبر 01 2024 11:35 AM
Background image

د بلخ ولایت په کچه د ښاروالۍ د فوټسال لوبډلې اتلولي

د بلخ ولایت په کچه د ښاروالۍ د فوټسال لوبډلې د اتلولۍ له امله د مزارشریف ښاروال ته مبارکي وایم!
د فوټسال سيالۍ چې د بلخ ولايت د بدني روزنې رياست له خوا له نشه يي توکو سره د مبارزې تر. . .

BACK TO NEWS