د مزارشریف ښاروالۍ د ۱۲ ګونو ناحیو په ساحو کې د دولسو (۱۲) اوسپنیزو پلچکونو د جوړولو پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان .
د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې له مخې، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري د مزارشریف ښاروالۍ د ۱۲ ګونو ناحیو په ساحو کې د دولسو (۱۲) اوسپنیزو پلچکونو د جوړولو قرارداد، چې د تشخیصیې شمېره یې (MAZ/MUN/1405/022) ده، د (93930) جواز لرونکي د خورشید وطن ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره د (9,624,771) افغانیو، یعنې نه میلیونه، شپږ سوه څلورویشت زره او اووه سوه یو اویا افغانیو په مجموعي ارزښت منظور او عقد کړي.
هغه حقیقي او حکمي شرکتونه چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۵ (پنځو) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلې بڼه، له دلایلو سره یوځای، د بلخ ولایت، د روضې مبارکې سوېل ختیځ لور ته د مزارشریف ښاروالۍ مقام ته، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له احکامو سره سم، وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او قرارداد به د یادې مودې تر بشپړېدو او د قانوني مراحلو تر بشپړېدو مخکې نه منعقد کېږي.
