د «ابوبکر صدیق له څلورلارې څخه تر شېرآباد پورې او د دښت شور له سیمې څخه تر سلیم شهید څلورلارې پورې» د ۸.۳ کیلومتره سړک د سروې، ډیزاین او د خاورې معاینې پروژه.
Publish Date
Closing Date
محترم انجنیري، لوژستیکي او ډیزایني شرکتونه چې د تړون په توګه د آفر پرانیستلو غوښتنه لري، د شرطپاڼې او ورکړل شوي اټکل سره سم دې خپل غوښتنلیکونه د اعلان له خپرېدو څخه د تدارکاتو آمریت ته وسپاري. پخپله دې هم د اعلان له خپرېدو وروسته تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو او قراردادونو آمریت دفتر ته مراجعه وکړي. د ملي تدارکاتو کمیسیون د ۸۶۷ ګڼې پرېکړې سره سم تضمین نه اخیستل کېږي، خو د شرطپاڼې او مشخصاتو لیدل او د پاتېدارۍ نشتوالی په داوطلبۍ کې د ګډون شرط دی. همدارنګه د تدارکاتو د طرزالعمل د ۲۹ حکم د ۹ فقرې سره سم، داوطلبان کولای شي د ۱۰۰۰ افغانیو په ورکولو سره چاپ شوې کاپي ترلاسه کړي، والسلام.
