د سلطان غیاثالدین ښوونځي مخې ته ۱۹ باب زیرزمیني دوکانونه د دریو کلونو لپاره د داوطلبۍ له لارې په کرایه ورکول کېږي.
Publish Date
Closing Date
د مزارشریف ښاروالۍ اداره د خپلې مالي بنیه د پیاوړتیا په موخه په پام کې لري چې د سلطان غیاثالدین ښوونځي مخې ته د ښاروالۍ ملکیت ۱۹ باب زیرزمیني دوکانونه د روان کال لپاره د دریو کلونو په موده کې د داوطلبۍ له لارې په کرایه ورکړي.
هغه افراد، اشخاص، شرکتونه او مؤسسې چې غواړي په دې داوطلبۍ کې د قرارداد په توګه ګډون وکړي، کولای شي خپلې غوښتنلیکونه د ورکړل شوې شرطنامې مطابق، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري او د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۱۰) تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته مراجعه وکړي او د تدارکاتو د طرزالعمل د ۲۹مې مادې د ۸مې فقرې له مخې شرطنامه په سافټ بڼه، پرته له کوم لګښت څخه، د تدارکاتو او قراردادونو له آمریت څخه ترلاسه کړي.
د ګډون شرط د ښاروالۍ په وړاندې د پوروړتیا نه شتون دی او د اجارې د رهن (تضمین) پیسې به نغداً اخیستل کېږي.
