د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د کمال نبيزاده او غضنفر څلورلارې ترمنځ، کارته مامورین او د قالینفروشۍ رستې مقابل کې خپل درې پارکینګ ځایونه د درې کلونو لپاره د داوطلبۍ له لارې په کرایه ورکړي.
Publish Date
Closing Date
د مزارشریف ښاروالۍ اداره د خپلې مالي بنسټ د پیاوړتیا په موخه په پام کې لري چې د کمال نبيزاده او غضنفر څلورلارو ترمنځ، کارته مامورین او د قالینفروشۍ رستې مقابل کې درې پارکینګ ځایونه، چې د ښاروالۍ ملکیت دي، د روان کال لپاره د درې کلونو مودې په ترڅ کې د داوطلبۍ له لارې په کرایه ورکړي.
هغه اشخاص، شرکتونه او مؤسسات چې غواړي یاد پارکینګونه د قرارداد په توګه په داوطلبۍ کې ترلاسه کړي، کولای شي خپلې غوښتنلیکونه د اعلان له خپرېدو وروسته د ۱۰ تقویمي ورځو په موده کې د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري او د همدې مودې په ترڅ کې د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته مراجعه وکړي. د تدارکاتو د طرزالعمل د ۲۹ مادې، ۸ فقرې له مخې، شرطنامه په سافټ بڼه پرته له لګښت څخه ترلاسه کولای شي او شرطنامه او مشخصات مطالعه کړي. د ګډون شرط د پوروړتیا نه شتون دی او د اجارې د رهن (تضمین) مبلغ به په نغدي ډول اخیستل کېږي.
