د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري، د ۱۴۰۵ کال د پراختیایي پلان له مخې، د مزمل شهید څلورلارې څخه تر لوېدیځ کمربندي سړک (بلخ ولسوالۍ) پورې د ۷.۵ کیلومتره سړک سروې، ډیزاین او لابراتواري ازموینې ترسره کړي.
Publish Date
Closing Date
د انجینرۍ، لوژستیک، طرحې او ډیزاین محترمو شرکتونو ته چې غواړي په دې قرارداد کې ګډون وکړي، خبر ورکول کېږي چې د ورکړل شوې شرطنامې او اټکل له مخې دې خپل غوښتنلیکونه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري. همدارنګه، غوښتونکي دې د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۱ تقویمي ورځو پورې د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته مراجعه وکړي، شرطنامه او تخنیکي مشخصات دې مطالعه کړي. د عدم بقایدارۍ شرط به هم د اعتبار وړ وي. سربېره پر دې، د تدارکاتو د طرزالعمل د ۲۹مې مادې د ۹مې فقرې له مخې، داوطلبان کولای شي د ۱۰۰۰ افغانیو د ورکړې په بدل کې چاپ شوې شرطنامه (داوطلبي اسناد) ترلاسه کړي.
په درنښت
