د مزارشریف ښاروالۍ د ښار او ۱۲ ناحیو د سړکونو په بېلابېلو برخو کې د داغګیرۍ پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان!
د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې، په دې توګه ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري د مزارشریف ښار او د ښاروالۍ د ۱۲ ګونو ناحیو د سړکونو په بېلابېلو برخو کې د داغګیرۍ پروژې قرارداد، چې د سکتوري او مسلکي ریاست د مشخصاتو جدول له مخې د تشخیصیې شمېرې MAZ/MUN/1405/010 لرونکی دی، د بلال متین ساختماني او سړک جوړونې شرکت له جواز شمېرې (۱۰۲۸-۰۱-۲۹) سره د ۸,۶۴۳,۴۸۰ (اته میلیونه، شپږ سوه درې څلوېښت زره او څلور سوه اتیا) افغانیو په ټولیزه بیه قرارداد کړي.
هغه حقیقي او حکمي شرکتونه چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۷ (اوو) تقویمي ورځو په موده کې، له خپلو دلایلو سره یوځای، په لیکلې بڼه د بلخ ولایت، د روضې مبارکې ختیځ لوري ته د مزارشریف ښاروالۍ ریاست ته، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له حکمونو سره سم، وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او تر هغه چې یاده موده بشپړه نه شي او ورپسې قانوني مراحل طی نه شي، قرارداد به نه لاسلیک کېږي.
والسلام
