د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د کمال نبي‌زاده او غضنفر څلورلارې ترمنځ، کارته مامورین او د قالین‌فروشۍ رستې مقابل کې خپل درې پارکینګ ځایونه د درې کلونو لپاره د داوطلبۍ له لارې په کرایه ورکړي.

web_admin
abs

Publish Date

Closing Date

د مزارشریف ښاروالۍ اداره د خپلې مالي بنسټ د پیاوړتیا په موخه په پام کې لري چې د کمال نبي‌زاده او غضنفر څلورلارو ترمنځ، کارته مامورین او د قالین‌فروشۍ رستې مقابل کې درې پارکینګ ځایونه، چې د ښاروالۍ ملکیت دي، د روان کال لپاره د درې کلونو مودې په ترڅ کې د داوطلبۍ له لارې په کرایه ورکړي.

هغه اشخاص، شرکتونه او مؤسسات چې غواړي یاد پارکینګونه د قرارداد په توګه په داوطلبۍ کې ترلاسه کړي، کولای شي خپلې غوښتنلیکونه د اعلان له خپرېدو وروسته د ۱۰ تقویمي ورځو په موده کې د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري او د همدې مودې په ترڅ کې د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته مراجعه وکړي. د تدارکاتو د طرزالعمل د ۲۹ مادې، ۸ فقرې له مخې، شرطنامه په سافټ بڼه پرته له لګښت څخه ترلاسه کولای شي او شرطنامه او مشخصات مطالعه کړي. د ګډون شرط د پوروړتیا نه شتون دی او د اجارې د رهن (تضمین) مبلغ به په نغدي ډول اخیستل کېږي.

More tenders

دوشنبه, اکتوبر 12 2026 11:17 AM
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د پراختیايي پلان له مخې د سیاه‌ګرد او مزار–شبرغان پر مسیرونو د ۲۰۰ جریبه ځمکې د پېرلو اعلان

 د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ مالي کال د پراختیايي پلان له مخې، د سیاه‌ګرد سړک په دواړو غاړو کې، د اتمې او نهمې ناحیې د عیدګاه له سیمې څخه وروسته، ۱۰۰ جریبه او . . .

دوشنبه, اکتوبر 12 2026 9:12 AM
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د ملکیت د سینا ورزشي جمنازیوم د ۳۰۴۵۶ متر مربع ځمکې د پروژې د اعلان په اړه.

 د درنو پانګه‌والو د عامه پوهاوي لپاره خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ د محترم ریاست د ۱۴۴۸/۳/۸ نېټې د ۲۷۹۳ ګڼې حکم پر بنسټ، د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري چې د لومړۍ ناحیې د . . .

یکشنبه, اکتوبر 11 2026 11:56 AM
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د مالي بنسټ د پیاوړتیا په موخه، د اوومې ناحیې په ساحه کې د ګمرک لوېدیځ لوري ته شین پارک د درېیو کلونو لپاره د داوطلبۍ له لارې په اجاره ورکوي.

د مزارشریف ښاروالۍ اداره د خپلې مالي بنسټ د پیاوړتیا په موخه په پام کې لري، چې د اوومې ناحیې د آمریت په ساحه کې د ګمرک لوېدیځ لوري ته موقعیت لرونکی شین پارک، چې د ښاروالۍ ملکیت دی، په . . .

Back to tenders