د مزار شریف ښاروالۍ د یوناما دفتر له ریس سره وکتل

web_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
asd

د شمال زون لپاره د یوناما ریس روبین کلپین د مزار شریف د شاروالی له ریس الحاج محمدکاظم طارق سره وکتل.
نن د پنجشنې ورځ  دولس بجې د شمال زون لپاره د یوناما ریس روبین کلپین د الحاج محمدکاظم طارق سره د مزارشریف شاروالۍ کې وکتل ښاغلي روبین کلپین وویل چې د ملګرو ملتونو ۱۳ بیلابېلې ادارې دلته فعاله دي چې تر اوسه دلته په بېلابېلو برخو کې بشري مرستې ترسره کوي؛ نوموړي وویل چې موږ ددې ډاډګرنه درکوو چې زموږ همکاري به له بلخ ولس سره ادامه ولري.
ښاغلي کلپین وویل چې تاسې کومو کارونو ته لومړيتوب ورکوئ.
ښاغلي الحاج محمدکاظم طارق وویل چې موږ تاسې ته ښه راغلاست وایو او ستاسې ادارې دې له موږ سره په ګډه خپل خدمتونه مخته یوسي تر څو موږ دوی ته د خدمتونو لپاره زمینه برابره کړو او د ملګرو ملتونو ادارې دې زموږ د پلان مطابق له موږ سره مرسته وکړي تر څو د دوې مصارف یې ځایه لاړ نه شي که د دوې کار زموږ د ادارې په هره برخه کې وي موږ به خپلې ادارې ته امر وکړو تر څو له دوی سره مرسته وکړي.
الحاج محمدکاظم طارق زیاته کړه چې تاسې زموږ اصلي څهره نړیوالو ته وړاندې کړئ او موږ له نړیوال سره ښه تعلقات غواړو، ښاغلي وویل چې په موږ په نړیوالو غونډو کې نیوکې کیږي چې په افغانستان کې امنیت نه شته په داسې حال کې چې تاسې وینئ چې افغانستان امن دی او یا هم نړیوال وایي چې په افغانستان کې ټول ګډونه حکومت باید رامنځ ته شی مګر تاسې په ناستو کارمندانو او ټولو اداراتو کې وینۍ چې د هر قوم او هرې ژبې وګړي کار کوي
 په پای کې الحاج محمدکاظم طارق د مزارشریف ښاروال وویل چې موږ د ملګرو ملتونو له ادارو څخه د یونپس له ادارې خوښ یو چې له موږ سره تل همکاري کوي مګر دوی دې زموږ له انجینرانو سره په ګډه خپلو خدمتونو ته ادامه ورکړي تر څو هغه کارونه چې هغه لومړیتوب لري او ډیر اړین وي لومړۍ هغه تر سره شي .

تازه خبرونه

سه شنبه, مې 28 2024 10:30 AM
Background image

مزارشريف ښاروال صاحب د بلخ ولايت افغان_ترک لېسې له مدیر سره يې وکتل.

شنبې په ورځ سهار د مزارشريف ښاروال صاحب الحاج محمد کاظم طارق د بلخ ولایت افغان_ترک لېسې له مدیر ښاغلي حسن اکنجی سره يې په داسي حال کې وکتل چې د نوموړي لېسې تدریسي معاون حاجي محمد حامد. . .

یکشنبه, مې 12 2024 9:49 AM
Background image

د مزارشريف ښاروال صاحب الحاج محمد کاظم طارق د بلخ ولايت بې پولې ډاکټرانو (ام ،اس ،اف) له مسئول سره يې په خپل کاري دفتر کې وکتل

د مزارشريف ښاروال صاحب الحاج محمد کاظم طارق د بلخ ولايت بې پولې ډاکټرانو (ام ،اس ،اف) له مسئول سره يې په خپل کاري دفتر کې وکتل.
همداراز ښاروال صاحب د نوموړو ډاکترانو له مسئولینو څخه يې. . .

چهارشنبه, مې 08 2024 9:24 AM
Background image

د مزارشريف ښاروالۍ سره په همغږۍ د یونپس موسسې

‎د مزارشريف ښاروالۍ سره په همغږۍ د یونپس موسسې له لوري د مزارشريف ښار اتمې ، نهمې او لسمې ناحیو ساحاتو کې  ټول ټال (۶۷۰) متره اوږدوالۍ او (۷) متره پراخوالۍ په درلودو سره د درې سړکونو. . .

BACK TO NEWS