د مزارشریف ښاروالي د ملي دسترخوان د موادو د کمیت او کیفیت په تړاو ژمن دی.

Anonymous (not verified)
Thu, Jul 15 2021 9:32 AM
تصویر

د مزارشریف ښاروال دیپلوم انجنیر احمد توفیق امیني په مشرۍ د ملي دسترخوان د وېش د څرنګوالي په برخه کې د ښې همغږۍ د رامنځته کولو په موخه په داسې حال کې چې د دولسګونو ناحیو آمرینو، د ملي دسترخوان ولایتي مسول انجنیر بشیر احمد اوریاخیل د اکتید دفتر او ملي دسترخوان مسول نجیب الله بشر دوست شتون درلود ناسته ترسره شوه. په مزارشریف ښار کې د ملي دسترخوان ولایتي مسول د دولسګونو ناحیو په سیمو کې د یو لک اوه پنځوس زره کورنیو د سروې خبر ورکړ چې له دې جملې څخه یو لک شپږ دیرش زره کورنۍ مستحقې ګڼل شوي چې تر اوسه ۹۰ زره کورنیو دا مرستې تر لاسه کړي. د مزارشریف ښاروالۍ د دولسګونو ناحیو آمرینو د ملي دسترخوان د ویش لړۍ نراپور وړاندې کړ او د موادو د کمیت او کیفیت په برخه کې یې د یو لړ ستونزو خبره وکړه او ډاډ یې ورکړ چې په ناحیو کې د ملي دسترخوان د وېش لړۍ به په پوره شفافیت ترسره کوي. د مزارشریف ښاروال دیپلوم انجنیر احمد توفیق امیني د مسولینو لخوا د ملي دسترخوان د وېش لړۍ راپور واوریده او وې ویل چې د ملي دسترخوان برنامه یوه ټول شموله پروسه ده او لومړي ګام کې باید مستحق او بیوزله کورنیو ته وویشل شي. ښاغلي ښاروال زیاته کړه چې د ناحیو آمرین د موادو څخه د ښې څارنې په برخه کې تر ټولو لویه دنده لري چې باید د موادو د کمیت او کیفیت برخه کې دقت ووسي. نوموړي د میثاق شهروندي، او اکتید، دفترونو او د مزارشریف د دولسګونو ناحیو له آمرینو چې په مزارشریف کې د ملي دسترخوان برنامې مسولیت لري وغوښتل تر څو په خپل منځ کې ښه همغږي ولري او له یو بل سره اوږه په اوږه د ملي دسترخوان د وېش برخه کې هڅه وکړي.

Latest news

Mon, Mar 25 2024 10:01 AM
Background image

The mayor of Mazar-e-Sharif visited the development projects of this city

The mayor of Mazar-e-Sharif visited the construction of the consulate road located in the fourth district, the construction of the Dasht Shoor canal located in the eighth district and. . .

Sun, Mar 24 2024 11:32 AM
Background image

We Plant Saplings To Preserve Nature And Grow Tourism In Our City

We plant saplings to preserve nature and grow tourism in our city.

Afghan Wireless Telecommunication Company in Balkh province has started a campaign to plant two hundred saplings in. . .

Sat, Mar 02 2024 12:15 PM
Background image

The Mayor Of Mazar-e-Sharif Met with The Head Of UNAMA

Alhaj Mohammad Kazem Tariq, the mayor of Mazar-e-Sharif city, met with Ruben Kalpin, head of UNAMA for the North Zone in his office.
Alhaj Mohammad Kazem Tariq, the mayor of Mazar-e. . .

BACK TO NEWS