د بلخ ولایت په کچه د ښاروالۍ د فوټسال لوبډلې اتلولي

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۱:۳۵
asd

د بلخ ولایت په کچه د ښاروالۍ د فوټسال لوبډلې د اتلولۍ له امله د مزارشریف ښاروال ته مبارکي وایم!
د فوټسال سيالۍ چې د بلخ ولايت د بدني روزنې رياست له خوا له نشه يي توکو سره د مبارزې تر نامه لاندې د يوې مياشتې لپاره د ۲۶ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې، د مزارشريف ښار د فوټسال لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د مزارشريف ښاروال الحاج محمد کاظم طارق په خپل دفتر کې د ښاروالۍ د فوټسال لوبډلې د اتلولۍ ستاينه وکړه او د دغه ډول سياليو ترسره کول يې له نشه يي توکو څخه د ځوانانو د لرې ساتلو او ورزش ته د هڅولو په برخه کې ګټور وبلل.
دغه راز د مزارشريف ښاروال د فوټسال لوبډلې د زياتو لوبغاړو د تشويق په موخه د ورزشي وسايلو (بلووز، کرمج، توپ...) مرسته وکړه.

تازه خبرونه

سه شنبه, اپرېل 22 2025 8:54 AM
Background image

د مزارشريف ښاروال په مزارشريف كې د ايران له جنرال قونسل سره وليدل او خبرې يې وكړې

د مزارشريف ښاروال حافظ عبدالرحمن "همت" په مزارشريف کې د ايران د اسلامي جمهوريت له قونسل جنرال حميد رضا "احمدي" سره په خپل دفتر کې وکتل او د دوه اړخيزو همکاريو پر ارزښت، د غوره اسانتياو. . .

پنجشنبه, مارچ 20 2025 12:05 PM
Background image

د مزارشریف ښاروال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مرستیال سره وکتل

د مزارشریف ښاروال حافظ عبدالرحمن همت د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مرستیال الحاج خیرالدین مایل سره د مزارشریف ښار د نفوس، پرمختګ او هوساینې په اړه وکتل او خبرې یې وکړې.,
د. . .

سه شنبه, اکتوبر 01 2024 11:35 AM
Background image

د بلخ ولایت په کچه د ښاروالۍ د فوټسال لوبډلې اتلولي

د بلخ ولایت په کچه د ښاروالۍ د فوټسال لوبډلې د اتلولۍ له امله د مزارشریف ښاروال ته مبارکي وایم!
د فوټسال سيالۍ چې د بلخ ولايت د بدني روزنې رياست له خوا له نشه يي توکو سره د مبارزې تر. . .

BACK TO NEWS