د مزارشریف ښاروالۍ اداره په نظر کې لري چې خپل ۱۰ لس عرادې بېلابېل ډوله داغمه (خراب شوي) او د کارونې نا وړ وسایط د لیلام (داوطلبۍ) پروسې له لارې وپلوري.
Publish Date
Closing Date
ټول لېواله کسان، شرکتونه او موسسې کولای شي د اعلان له خپرېدو وروسته تر (۱۰) ورځو پورې د مزارشریف ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا امریت محوطې (صحن) ته چې په کارته آریانا کې د بلخ برښنا د پېرودونکو خدماتو ته څېرمه موقعیت لري، مراجعه وکړي. د یادولو وړ ده چې د داوطلبۍ له پیل څخه مخکې ۱۵٪ تضمین په نغدي ډول اخیستل کېږي. والسلام.
