د مزارشریف ښاروالۍ ریاست د تنظیفي او ترانسپورتي وسایطو د دولسو عرادو د برابرولو او تدارک قرارداد د ورکړې اعلان.

web_admin
abs

په دې وسیله د تدارکاتو قانون د درې څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې پر بنسټ عمومو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ ریاست په پام کې لري د تنظیفي او ترانسپورتي وسایطو (د ایکو ډول) د دولسو عرادو د برابرولو او تدارک قرارداد، چې د مزارشریف ښاروالۍ ریاست اړتیا ده او د سکتوري او مسلکي ریاست له خوا د مشخصاتو جدول مطابق ترتیب شوی، د تشخیص نمبر MAZ/MUN/1405/005 لاندې، له محترم شرکت د لوژستیکي خدماتو دیهود پروجکت سره چې د جواز نمبر ۴۶۹۶۳ لري، د ټولیزې بیې (۲۶٬۰۱۶٬۰۰۰) شپږویشت میلیونه او شپاړس زره افغانیو په ارزښت عقد کړي.

هغه حقیقي او حکمي شرکتونه چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولی شي خپل اعتراض د اعلان د نشر له نېټې څخه تر ۷ تقویمي ورځو پورې له دلایلو سره یو ځای د مزارشریف ښاروالۍ ریاست ته چې د بلخ ولایت د روضه مبارک ختیځ ته موقعیت لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې وړاندې کړي.

دا اطلاعیه د قرارداد د عقد معنا نه لري، او تر ټاکل شوې مودې او د نورو قانوني مراحلو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۱:۵۹
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د ښار او ۱۲ ناحیو د سړکونو په بېلابېلو برخو کې د داغګیرۍ پروژې د قرارداد د ورکړې اعلان!

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې، په دې توګه ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري د مزارشریف ښار او د ښاروالۍ د ۱۲ ګونو ناحیو د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۹
Background image

د خبرتیا له مخې، د دویمې ناحیې اړوند د غلو منډوي د ۲۰ باب تشنابونو او پارکینګ د اجارې د قرارداد ورکولو په اعلان کې، محترم ذبیح‌الله میرحمزه د ۱۳۱۰۰۰۰ افغانیو په وړاندیز کولو سره، د محترم ولایت مقام د ګډ پلاوي تر نظر لاندې ګټونکی پېژندل شوی دی.

«هغه حقیقي او حکمي اشخاص، شرکتونه او موسسې چې د دغه قرارداد د مزایدې غوښتنه لري، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه دې خپل غوښتنلیکونه د مزارشریف ښاروالۍ ادارې د تدارکاتو او قراردادونو آمریت . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۵۵
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ ریاست د تنظیفي او ترانسپورتي وسایطو د دولسو عرادو د برابرولو او تدارک قرارداد د ورکړې اعلان.

په دې وسیله د تدارکاتو قانون د درې څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې پر بنسټ عمومو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ ریاست په پام کې لري د تنظیفي او ترانسپورتي وسایطو (د ایکو ډول . . .

Back to announcements