دشاروالۍ په اتمه ناحیه کې د ۵۵۰ مترو په اوږدوالي د صدیق افغان پروژه‌یي سړک د قیرکولواواسفالټ کولودقرارداد د ورکړې اعلان!

web_admin
abs

بدینوسیله د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې عمومو شرکتونو ته خبر ورکول کیږي، چې د مزارشریف ښاروالي په نظر کې لري د مزارشریف ښار د اتمې ناحیې په ساحه کې د ۵۵۰ مترو په اوږدوالي د صدیق افغان پروژه‌یي سړک د قیر کولو او اسفالټ کولو قرارداد، چې د تشخیصیه نمبر یې MAZ/MUN 1405/004 دی، د ۵۷۹۳۸ نمبر جواز لرونکي له محترم «دیسهاک هیله ساختماني او لوژستیکي خدماتو شرکت» سره د ۷،۲۲۶،۷۵۹ (اووه میلیونه او دوه سوه شپږویشت زره او اووه سوه نهه پنځوس) افغانیو په ټولیز قیمت باندې عقد کړي.

حقیقي او حکمي شرکتونه چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۷ تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه له خپلو دلیلونو سره یوځای د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې د احکامو سره سم د مزارشریف ښاروالۍ ریاست ته چې د روضې مبارکې په ختیځ کې موقعیت لري، وسپاري.

دا اطلاعیه د قرارداد د عقد کولو په معنی نه ده او د یادې شوې مودې تر پوره کېدو او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به قرارداد منعقد نشي

Latest announcements

دوشنبه, اګست 24 2026 2:48 PM
Background image

د مزمل شهید څلورلارې څخه تر لویدیځ کمربند پورې د سروی، ډیزاین او لابراتواري ازموینو قرارداد د ورکړې اعلان

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، په دې وسیله ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د مزارشریف ښاروالۍ د څلورمې او نهمې . . .

پنجشنبه, اګست 13 2026 12:56 PM
Background image

د قبر توپ څخه تر روضې مبارکې پورې د کانکریټي اوسپنیز کانال د اعمار قرارداد د ورکړې اعلان!

په دې وسیله د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري، د قبر توپ څخه تر روضه مبارک پورې د کانکریټي . . .

چهارشنبه, اګست 12 2026 4:05 PM
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د څلورمې ناحیې په پروژه ۷ ساحه کې د مخدوم قلي فراغي سړک د قیر اچونې او اسفالت قرارداد د ورکړې اعلان.

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې له حکم سره سم، په دې وسیله ټولو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري چې د مزارشریف ښاروالۍ د څلورمې ناحیې په . . .

Back to announcements