د مزارشریف ښاروال: افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه د سولې او امنیت راوستونکې دي
د مزارشریف ښاروال عبدالحق خرمي پداسې حال کې چې د دغه ارګان مشرتابه پلاوي شتون درلود د هېواد شمال د سرحدی ځواکونو قوماندان محمد جان محمدي سره لېدنه وکړه او د لنګي او ګلانو په دالۍ سره د دوي د کړنو او فعالیتونو څخه ستاینه وکړه .
ښاغلې خرمې زیاته کړه افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه د سولې او امنیت راوستونکې دي او تنګار یې وکړ چې افغان حکومت هلې ځلې کوي ترڅو په هېواد کې سوله تنګه کړي.
هغه همدارنګه د تاتریخوالي د کمښت او د سولي پروسې د څرنګوالي په هکله خبری وکړي؛ زیاته کړه چې افغانان باید د افغان امنیتی ځواکونو څخه ملاټړ وکړي .
د هېواد شمال د سرحدی ځواکونو قوماندان محمد جان محمدي پداسې حال کې چې د مزارشریف ښاروالۍ د مشرتابه پلاوي څخه مننه وکړه؛ تنګار یې وکړ چې افغان ځواکونه د خپلی خاوري څخه د دفاع ځواک لري .
شنبه، د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب مېاشت ۱۷ نېټه - مزارشریف!