د مزارشريف ښاروال صاحب ښار کې د پراختیایي پروژو له چارو څخه يې لېدنه وکړه

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۰:۱
asd

د مزارشريف ښاروال صاحب ښار کې د پراختیایي پروژو له چارو څخه يې لېدنه وکړه.

یکشنبې په ورځ وروسته له غرمې د مزارشريف ښاروال صاحب الحاج محمد کاظم طارق ښار کې د پراختيايي پروژو له چارو څخه يې لېدنه وکړه، چې پر مهال يې د مزارشريف ښاروالۍ څارنې او ارزونې آمر الحاج مولوي بورجان نائب البدر ، د ښاروالۍ انجينرانو ، د قراردادي شرکتو مسؤلینو ، سپین ږیرو او ولسې وګړو شتون درلود.

مزارشريف ښاروال صاحب د څلورمې ناحيې اړوند د قونسلګرۍ سړک ډ کانکریټ اچولو، د اتمې ناحيې اړوند د دشت شور کانال ایستلو او د مزار _ کابل سړک د بیا رغونې له چارو څخه د لیدنې پر مهال مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چې یادي پروژو دې په ښه کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې شي، څو په یادو سیمو کې ترانسپورټي او ترافیکي ستونزې حل او ښاریان اړینو ښاري آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي.
دغه راز مزارشريف ښاروال اړوندو مسئولینو ته لارښوونه وکړه چې، د دغو پروژو د چارو د بشپړېدو په برخه کې دې له هیڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي او د پروژو له کیفیت څخه دې پړاو په پړاو څارنه وکړي، څو په لوړ کیفیت او معیاري توګه پلې شي.

د قراردادي شرکتو مسوولینو د مزارشريف ښاروال صاحب ته ډاډ ورکړو چي یادي پروژي به په لوړ کيفيت،  معیاري توګه او ټاکلي وخت بشپړه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۹:۲۴
Background image

د مزارشريف ښاروالۍ سره په همغږۍ د یونپس موسسې

‎د مزارشريف ښاروالۍ سره په همغږۍ د یونپس موسسې له لوري د مزارشريف ښار اتمې ، نهمې او لسمې ناحیو ساحاتو کې  ټول ټال (۶۷۰) متره اوږدوالۍ او (۷) متره پراخوالۍ په درلودو سره د درې سړکونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۴:۵۱
Background image

د ښار پاکوالي عمومي حشر

د مزارشريف ښاروال الحاج محمد کاظم طارق، د سکتوري رئيسانو، د ښاري حکومتوالۍ رئيس، مالي او اداري رئيس په ګډون د مزارشريف ښاروالۍ په مرکزي دفتر کې عامه غونډه جوړه شوه. د حسابدارۍ او اداري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۴:۹
Background image

د مزارشریف ښاروال د سوداګرۍ خونې له رئیس سره وکتل

د مزارشريف ښاروال الحاج محمد کاظم "طارق" د بلخ ولايت د حرفوي او ګمرکونو د اتحاديې له رئيس ميرويس "احمدي" سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
 په دې غونډه کې د نظارت او ارزونې رئیس الحاج. . .

BACK TO NEWS