د مزارشریف ښاروالۍ ریاست د تنظیفي او ترانسپورتي وسایطو د دولسو عرادو د برابرولو او تدارک قرارداد د ورکړې اعلان.
په دې وسیله د تدارکاتو قانون د درې څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې پر بنسټ عمومو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ ریاست په پام کې لري د تنظیفي او ترانسپورتي وسایطو (د ایکو ډول) د دولسو عرادو د برابرولو او تدارک قرارداد، چې د مزارشریف ښاروالۍ ریاست اړتیا ده او د سکتوري او مسلکي ریاست له خوا د مشخصاتو جدول مطابق ترتیب شوی، د تشخیص نمبر MAZ/MUN/1405/005 لاندې، له محترم شرکت د لوژستیکي خدماتو دیهود پروجکت سره چې د جواز نمبر ۴۶۹۶۳ لري، د ټولیزې بیې (۲۶٬۰۱۶٬۰۰۰) شپږویشت میلیونه او شپاړس زره افغانیو په ارزښت عقد کړي.
هغه حقیقي او حکمي شرکتونه چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولی شي خپل اعتراض د اعلان د نشر له نېټې څخه تر ۷ تقویمي ورځو پورې له دلایلو سره یو ځای د مزارشریف ښاروالۍ ریاست ته چې د بلخ ولایت د روضه مبارک ختیځ ته موقعیت لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې وړاندې کړي.
دا اطلاعیه د قرارداد د عقد معنا نه لري، او تر ټاکل شوې مودې او د نورو قانوني مراحلو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
