د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال د انکشافي پلان له مخې، د ښار د دولسو ناحیو سړکونه په اساسي ډول جغلاندازي کړي.
Publish Date
Closing Date
د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال د انکشافي پلان له مخې، د مزارشریف ښار د دولسو ناحیو سړکونه د انجنیري او زیربناوو مدیریت د لومړني حجمي اټکل د جدول مطابق په اساسي ډول جغلاندازي کړي.
هغه محترم ساختماني او د سړک جوړولو شرکتونه چې په دې پروژه کې د ګډون غوښتنه لري، کولای شي د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د شرایطپاڼې او ورکړل شوي مشخصاتو جدول مطابق خپلې غوښتنلیکونه د ښاروالۍ د تدارکاتو آمریت ته وسپاري. همدارنګه، شرکتونه دې د اعلان له خپرېدو څخه د ۱۱ تقویمي ورځو په موده کې د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته مراجعه وکړي.
د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۸۶۷ شمېرې پرېکړې مطابق، تضمین نه غوښتل کېږي. د ګډون شرط د پورونو او پاتې حسابونو نهشتون دی. د شرایطپاڼې او د کارونو د حجمونو سافټ کاپي به په وړیا توګه ترلاسه کړي.
