د دولسګونو ناحیو له آمرینو سره د مزارشریف ښاروال ناسته
د مزارشریف ښاروال دیپلوم انجنیر احمد توفیق امیني په مشرۍ د دولسګونو ناحیو له آمرینو سره په تنظیف او زرغونتیا آمریت کې ګډه ناسته ترسره شوه
د مزارشریف ښاروال په دې غونډه کې د ښاري نظم او پرمختګ، په ناحیو کې د عوایدو ډېروالی، او په دننه ښار کې د ځینو سیمو د زرغونتیا په تړاو خبرې وکړې چې تر څنګ یې ټولو آمرینو ته لارښونه وکړه څو خپل مسولیتونه پرته له کوم ځنډ ترسره کړي
همدارنګه د مزارشریف ښاروال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد اصلي بچیان یاد کړه او له دغو ځواکونو څخه ملاتړ یې یوه وجیبه یاد کړه، نوموړي ټولو آمرینو ته په ټینګار سره وویل چې د سیمو د مشرانو په همغږۍسره دې د امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ او د هغوي د تشویق په موخه بیلابیلې برنامې تر لاس لاندې ونیول شي څو په دې سره د خلکو ویره هم کمه شي
د دې ناستې په بله برخه کې ټولو آمرینو د ښار د پاکوالي او چاپیریال ساتنې برخو کې خپل راپورونه د مزارشریف ښاروال ته وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې په دنده کې به هیڅ ډول ناغیړي نه کیږي او لا ډېره هڅه به کوي
دغه غونډه د ښاري نظم راوستو په تړاو د مناسبو طرحو په وړاندې کولو سره پای ته ورسیده