د مزارشریف ښاروالۍ د ملکیت د سینا ورزشي جمنازیوم د ۳۰۴۵۶ متر مربع ځمکې د پروژې د اعلان په اړه.

web_admin
abs

Publish Date

Closing Date

 د درنو پانګه‌والو د عامه پوهاوي لپاره خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ د محترم ریاست د ۱۴۴۸/۳/۸ نېټې د ۲۷۹۳ ګڼې حکم پر بنسټ، د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري چې د لومړۍ ناحیې د آمریت په ساحه کې د سینا لوبغالي د ورزشي جمنازیوم د جوړولو او ترمیم پروژه د خصوصي سکټور سره د مشارکت له لارې، د ۱۰ ورځو لپاره اعلان ته وسپاري.

له ټولو درنو پانګه‌والو او هغو معتبرو ساختماني شرکتونو څخه چې تخنیکي او مالي وړتیا لري، غوښتنه کېږي چې د شرطپاڼې د ترلاسه کولو لپاره د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته مراجعه وکړي.همدارنګه، داوطلبان مکلف دي چې خپل طرحې، پروپوزلونه او سوداګریز پلانونه د شرطپاڼې د مندرجاتو او معیاري معیارونو سره سم چمتو کړي او د آفرګشایۍ په ټاکل شوې غونډه کې له اړوندو اسنادو سره ګډون وکړي.هغه پروپوزلونه او آفرونه چې د یادې مودې له پای ته رسېدو وروسته وړاندې کېږي، د منلو وړ نه دي او تر ارزونې لاندې به ونه نیول شي.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۷
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د پراختیايي پلان له مخې د سیاه‌ګرد او مزار–شبرغان پر مسیرونو د ۲۰۰ جریبه ځمکې د پېرلو اعلان

 د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ مالي کال د پراختیايي پلان له مخې، د سیاه‌ګرد سړک په دواړو غاړو کې، د اتمې او نهمې ناحیې د عیدګاه له سیمې څخه وروسته، ۱۰۰ جریبه او . . .

دوشنبه, اکتوبر 12 2026 9:12 AM
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د ملکیت د سینا ورزشي جمنازیوم د ۳۰۴۵۶ متر مربع ځمکې د پروژې د اعلان په اړه.

 د درنو پانګه‌والو د عامه پوهاوي لپاره خبر ورکول کېږي چې د مزارشریف ښاروالۍ د محترم ریاست د ۱۴۴۸/۳/۸ نېټې د ۲۷۹۳ ګڼې حکم پر بنسټ، د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري چې د لومړۍ ناحیې د . . .

یکشنبه, اکتوبر 11 2026 11:56 AM
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د مالي بنسټ د پیاوړتیا په موخه، د اوومې ناحیې په ساحه کې د ګمرک لوېدیځ لوري ته شین پارک د درېیو کلونو لپاره د داوطلبۍ له لارې په اجاره ورکوي.

د مزارشریف ښاروالۍ اداره د خپلې مالي بنسټ د پیاوړتیا په موخه په پام کې لري، چې د اوومې ناحیې د آمریت په ساحه کې د ګمرک لوېدیځ لوري ته موقعیت لرونکی شین پارک، چې د ښاروالۍ ملکیت دی، په . . .

Back to tenders