د مزارشریف ښاروال د هبیتات دفتر له مسوولینو سره وکتل UN

mazar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۰ - ۸:۴۴
asd

د مزارشریف ښاروال الحاج مولوي نقیب الله طارق د هبیتات ( UN ) دفتر له مسولینو سره په داسې حال کې چې د بلخ ولایت د ښار جوړولو ریاست، د طرافیکۍ مدیریت، عامې روغتیا ریاست او د ټولګټو چارو ریاست مسولینو شتون درلود د مزار ښاروالۍ د غونګو په تالار کې ناسته وکړه.

لومړی د هبیتات دفتر مسول حسان شهیر په دغه ناسته کې وویل پلان لري چې د افغانستان په دریو لویو ښارونو کې د خلکو په خوښه د سرکونو او کوڅو د جوړولو پروژه پیل کړي چې د ده په وینا په کابل کې یې یاده پروژه پیل کړې چې اوس مهال مزارشریف او بیا جلال آباد ښار کې پیل کیږي.

د هبیتات دفتر مسول حسان شهیر وویل چې د دې پروژې ټول لګښت ۶۰ زره ډالر دی چې په خبره یې ۳۰ زره ډالر به کابل ۱۵ زره به بلخ او پاتې ۱۵ زره ډالر نورې به جلال آباد ښار کې مصرف شي.

نوموړي د ښاروالۍ په ګډون له ټولو یادو اداراتو وغوښتل ترڅو د دې پروژې په تطبیق کې ورسره مرسته وکړي.

وروسته د مزار شریف ښاروال د غونډې ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې د مزار شریف ښاروالۍ دروازه د خلکو او مرسته کونکو موسساتو پر مخ خلاصه ده چې په خبره یې د دغه ډول عام المنفعه پروژو بشپړ ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړه هر هغه څوک چې د ګران وطن افغانستان د جوړو هڅه کوي دوي ورسره اوږه په اوږه ولاړ دي.

په پای کې د بلخ ولایت د یادو نورو ریاستونو یا ادارو مسولینو هم له هبیتات دفتر سره د بشپړې مرستې ژمنه وکړه.

ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۲:۵
Background image

د مزارشریف ښاروال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مرستیال سره وکتل

د مزارشریف ښاروال حافظ عبدالرحمن همت د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مرستیال الحاج خیرالدین مایل سره د مزارشریف ښار د نفوس، پرمختګ او هوساینې په اړه وکتل او خبرې یې وکړې.,
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۱:۳۵
Background image

د بلخ ولایت په کچه د ښاروالۍ د فوټسال لوبډلې اتلولي

د بلخ ولایت په کچه د ښاروالۍ د فوټسال لوبډلې د اتلولۍ له امله د مزارشریف ښاروال ته مبارکي وایم!
د فوټسال سيالۍ چې د بلخ ولايت د بدني روزنې رياست له خوا له نشه يي توکو سره د مبارزې تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۱۰:۳۰
Background image

مزارشريف ښاروال صاحب د بلخ ولايت افغان_ترک لېسې له مدیر سره يې وکتل.

شنبې په ورځ سهار د مزارشريف ښاروال صاحب الحاج محمد کاظم طارق د بلخ ولایت افغان_ترک لېسې له مدیر ښاغلي حسن اکنجی سره يې په داسي حال کې وکتل چې د نوموړي لېسې تدریسي معاون حاجي محمد حامد. . .

BACK TO NEWS