د دولسګونو ناحیو له آمرینو سره د مزارشریف ښاروال ناسته

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۱ - ۷:۲۳
pic

د مزارشریف ښاروال دیپلوم انجنیر احمد توفیق امیني په مشرۍ د دولسګونو ناحیو له آمرینو سره په تنظیف او زرغونتیا آمریت کې ګډه ناسته ترسره شوه

د مزارشریف ښاروال په دې غونډه کې د ښاري نظم او پرمختګ، په ناحیو کې د عوایدو ډېروالی، او په دننه ښار کې د ځینو سیمو د زرغونتیا په تړاو خبرې وکړې چې تر څنګ یې ټولو آمرینو ته لارښونه وکړه څو خپل مسولیتونه پرته له کوم ځنډ ترسره کړي
همدارنګه د مزارشریف ښاروال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد اصلي بچیان یاد کړه او له دغو ځواکونو څخه ملاتړ یې یوه وجیبه یاد کړه، نوموړي ټولو آمرینو ته په ټینګار سره وویل چې د سیمو د مشرانو په همغږۍسره دې د امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ او د هغوي د تشویق په موخه بیلابیلې برنامې تر لاس لاندې ونیول شي څو په دې سره د خلکو ویره هم کمه شي
د دې ناستې په بله برخه کې ټولو آمرینو د ښار د پاکوالي او چاپیریال ساتنې برخو کې خپل راپورونه د مزارشریف ښاروال ته وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې په دنده کې به هیڅ ډول ناغیړي نه کیږي او لا ډېره هڅه به کوي
دغه غونډه د ښاري نظم راوستو په تړاو د مناسبو طرحو په وړاندې کولو سره پای ته ورسیده

تازه خبرونه

سه شنبه, اپرېل 30 2024 2:51 PM
Background image

د ښار پاکوالي عمومي حشر

د مزارشريف ښاروال الحاج محمد کاظم طارق، د سکتوري رئيسانو، د ښاري حکومتوالۍ رئيس، مالي او اداري رئيس په ګډون د مزارشريف ښاروالۍ په مرکزي دفتر کې عامه غونډه جوړه شوه. د حسابدارۍ او اداري. . .

سه شنبه, اپرېل 30 2024 2:09 PM
Background image

د مزارشریف ښاروال د سوداګرۍ خونې له رئیس سره وکتل

د مزارشريف ښاروال الحاج محمد کاظم "طارق" د بلخ ولايت د حرفوي او ګمرکونو د اتحاديې له رئيس ميرويس "احمدي" سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
 په دې غونډه کې د نظارت او ارزونې رئیس الحاج. . .

چهارشنبه, اپرېل 24 2024 9:38 AM
Background image

د مزارشریف ښاروال الحاج محمد کاظم طارق د بلخ ولایت د یخ فابریکې له مسوولینو سره وکتل

د مزارشریف ښاروال الحاج محمد کاظم طارق د بلخ ولایت د یخ فابریکې له مسوولینو سره وکتل.
غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، لومړی د مزارشریف ښاروال حاضرینو. . .

BACK TO NEWS