د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ کال د انکشافي پلان له مخې، د کارته نوشاد د ۶۱۷ مترو په اوږدوالي په اساسي ډول کانکریټ کړي.
Publish Date
Closing Date
هغه ساختماني شرکتونه چې غواړي په یاد قرارداد کې ګډون وکړي، د شرطنامې او ورکړل شوي لګښت اټکل سره سم دې خپلې غوښتنلیکونه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري.
ګډونوال کولای شي د اعلان له خپرېدو وروسته تر ۱۱ تقویمي ورځو پورې د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت دفتر ته مراجعه وکړي او د شرطنامې او تخنیکي مشخصاتو کتنه وکړي.
همدارنګه، د داوطلبۍ د تدارکاتو د طرزالعمل د ۲۹ مادې د ۹ فقرې له مخې، چاپ شوې شرطنامه د ۱۰۰۰ (یو زر) افغانیو د ورکړې په بدل کې ترلاسه کولای شي. والسلام
