د مزار شریف ښاروالۍ په اوسني اداري موقعیت کې د یو عصري او معیاري سوداګریز مارکیټ د جوړولو د پروژې اعلان

web_admin
a modern and standard commercial market

Publish Date

Closing Date

د معتبرو ساختماني شرکتونو عمومي پانګوالو او مستحق غوښتونکو ته خبر ورکول کیږي چې د مزار شریف ښاروالۍ اراده لري چې د خصوصي سکتور سره د ملګرتیا له لارې د روضې مبارک په جنوب ختیځ کې په خپل اوسني اداري موقعیت کې د مزار شریف ښار کې د یو عصري او معیاري سوداګریز مارکیټ د جوړولو لویه پروژه اعلان کړي.

له ټولو پانګوالو او لویو ساختماني شرکتونو څخه چې تخنیکي او مالي وړتیا لري غوښتنه کیږي چې د قرارداد ترلاسه کولو لپاره د مزار شریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو محترم ریاست ته مراجعه وکړي. د داوطلبۍ پرانیستل به د اړوندو اسنادو سره د ۱۴۰۵/۰۲/۲۴ نیټه ترسره شي. د پورته نیټې وروسته وړاندې شوي وړاندیزونه به ونه منل شي او په پام کې به ونه نیول شي. د نورو معلوماتو لپاره، نوماندان کولی شي ۰۷۹۸۸۰۳۶۹۸ ته زنګ ووهي او اړین معلومات ترلاسه کړي. والسلام.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴۰
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال د انکشافي پلان له مخې، د ښار د دولسو ناحیو سړکونه په اساسي ډول جغل‌اندازي کړي.

 

د مزارشریف ښاروالۍ په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال د انکشافي پلان له مخې، د مزارشریف ښار د دولسو ناحیو سړکونه د انجنیري او زیربناوو مدیریت د لومړني حجمي اټکل د جدول مطابق په اساسي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۴۰
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ شنه پارک، چې د اوومې ناحیې په ساحه کې موقعیت لري او ۶۰۰۰ متره مربع مساحت لري، د درې کلونو لپاره د داوطلبۍ له لارې په اجاره ورکوي.

 د مزارشریف ښاروالۍ اداره د خپلې مالي سرچینې د پیاوړتیا په موخه په پام کې لري چې د اوومې ناحیې په ساحه کې خپل ملکیت شین پارک، چې ۶۰۰۰ متره مربع ځمکه ده، د روان کال لپاره د درېیو کلونو . . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۶
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ د ۱۴۰۵ کال د پراختیایي پلان له مخې، د اعتبار سړک د مزمل شهید څلورلارې څخه تر لوېدیځ کمربند پورې د اساسي قیرریزۍ پروژه اعلان ته سپاري.

د مزارشریف ښاروالۍ د بلخ ولایت د مقام د (۴۶۳۶) ګڼې حکم، مؤرخ ۱۴۴۸/۴/۲۹، پر بنسټ په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ کال د پراختیایي پلان له مخې، د اعتبار سړک د راهي شهید څلورلارې څخه تر کمربند پورې . . .

Back to tenders