د دولسګونو ناحیو له آمرینو سره د مزارشریف ښاروال ناسته

mazar_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۱ - ۷:۲۳
pic

د مزارشریف ښاروال دیپلوم انجنیر احمد توفیق امیني په مشرۍ د دولسګونو ناحیو له آمرینو سره په تنظیف او زرغونتیا آمریت کې ګډه ناسته ترسره شوه

د مزارشریف ښاروال په دې غونډه کې د ښاري نظم او پرمختګ، په ناحیو کې د عوایدو ډېروالی، او په دننه ښار کې د ځینو سیمو د زرغونتیا په تړاو خبرې وکړې چې تر څنګ یې ټولو آمرینو ته لارښونه وکړه څو خپل مسولیتونه پرته له کوم ځنډ ترسره کړي
همدارنګه د مزارشریف ښاروال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد اصلي بچیان یاد کړه او له دغو ځواکونو څخه ملاتړ یې یوه وجیبه یاد کړه، نوموړي ټولو آمرینو ته په ټینګار سره وویل چې د سیمو د مشرانو په همغږۍسره دې د امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ او د هغوي د تشویق په موخه بیلابیلې برنامې تر لاس لاندې ونیول شي څو په دې سره د خلکو ویره هم کمه شي
د دې ناستې په بله برخه کې ټولو آمرینو د ښار د پاکوالي او چاپیریال ساتنې برخو کې خپل راپورونه د مزارشریف ښاروال ته وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې په دنده کې به هیڅ ډول ناغیړي نه کیږي او لا ډېره هڅه به کوي
دغه غونډه د ښاري نظم راوستو په تړاو د مناسبو طرحو په وړاندې کولو سره پای ته ورسیده

تازه خبرونه

پنجشنبه, جولای 29 2021 7:50 AM
Background image

د مزارشریف ښار په لسمه ناحیه کې د 950 متره سرک د جغل اچولو لړۍ.

د مزارشریف ښاروال دیپلوم انجنیر احمد توفیق امیني په داسې حال کې چې د ښاروالۍ مرستیال، د لسمې ناحیې مسولینو، د ښاري سرمایه ګذارۍ غړو، او د سیمې اوسیدونکو شتون درلود د مزارشریف په لسمه. . .

پنجشنبه, جولای 15 2021 9:32 AM
Background image

د مزارشریف ښاروالي د ملي دسترخوان د موادو د کمیت او کیفیت په تړاو ژمن دی.

د مزارشریف ښاروال دیپلوم انجنیر احمد توفیق امیني په مشرۍ د ملي دسترخوان د وېش د څرنګوالي په برخه کې د ښې همغږۍ د رامنځته کولو په موخه په داسې حال کې چې د دولسګونو ناحیو آمرینو، د ملي. . .

چهارشنبه, جولای 14 2021 9:32 AM
Background image

د مزارشریف ښاروالۍ مسولینو لخوا د ښاریانو د شکایتونو او ستونزو څېړل.

د مزارشریف ښاروال دیپلوم انجنیر احمد توفیق امیني د خلکو هغه شکایتونه چې د بیلا بیلو لارو دې ادارې ته راغلي د مسولینو په شتون کې وه وڅېړل. هغه شکایتونه چې په لیکلي بڼه مزارښاروالۍته. . .

BACK TO NEWS