د مزار مال تر حمکی لاندی سرک قیر اچولو کار

mazar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۹:۴۷
asd

د مزارشریف ښار د دریمې او دویمې ناحیو تر منځ سیمه کې د روضې شمال لور ته د مزار مال زیر زمینی سرک چې د ناصر خسرو بلخي په نوم هم مشهور ده د قیر اچولو چارې د مزار ښاروالۍ د مرستیال مولوي محمد نسیم عابد په شتون کې پیل شوې.
د دغې پروژې د قرار دادي شرکت مسول وایي چې دغه سرک به په معیاري توګه جوړوي چې په خبره یې ډېر ژر به یې ګټې اخیستنې ته وسپاري.
بل لور ته بیا د یادې سیمې اوسیدونکي د مزار ښاروالۍ له ورته اقداماتو هرکلی کوي او فعالیتونه یې د قدر وړ بولي.
د یادولو وړ ده چې د مزار شریف ښار د دریمې او دویمې ناحیو تر منځ سیمه کې د مزار مال زیرزمینۍ دواړو خوا دغه سرک چې ۲۲۰ متره اوږدوالی او ۱۰ متره بر لري د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د مزار ښاروالۍ لخوا جوړیږي.
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۸:۵۴
Background image

د مزارشريف ښاروال په مزارشريف كې د ايران له جنرال قونسل سره وليدل او خبرې يې وكړې

د مزارشريف ښاروال حافظ عبدالرحمن "همت" په مزارشريف کې د ايران د اسلامي جمهوريت له قونسل جنرال حميد رضا "احمدي" سره په خپل دفتر کې وکتل او د دوه اړخيزو همکاريو پر ارزښت، د غوره اسانتياو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۲:۵
Background image

د مزارشریف ښاروال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مرستیال سره وکتل

د مزارشریف ښاروال حافظ عبدالرحمن همت د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مرستیال الحاج خیرالدین مایل سره د مزارشریف ښار د نفوس، پرمختګ او هوساینې په اړه وکتل او خبرې یې وکړې.,
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۱:۳۵
Background image

د بلخ ولایت په کچه د ښاروالۍ د فوټسال لوبډلې اتلولي

د بلخ ولایت په کچه د ښاروالۍ د فوټسال لوبډلې د اتلولۍ له امله د مزارشریف ښاروال ته مبارکي وایم!
د فوټسال سيالۍ چې د بلخ ولايت د بدني روزنې رياست له خوا له نشه يي توکو سره د مبارزې تر. . .

BACK TO NEWS