په مزارشریف ښار کې د دوا پاشۍ او عفونې کونې لړۍ پېل شوه
د مزارشریف ښار د دوا پاشۍ او عفونې کونې لړۍ د کرونا ویروس د مخنېوي په موخه د مزارشریف ښاروالۍ لخوا پېل شوه .
د مزارشریف ښاروال عبدالحق خرمي، د بلخ ولایت د عامې روغتیا رییس خلیل الله حکمتی او د مزارشریف ښاروالۍ مشرتابه پلاوي دغه لړۍ رسمأ پېل کړه . او دغه پروسه به همدارنګه دوام ولري .
د مزارشریف ښاروالۍ درې عراده موټر تنظیم کړي ترڅو د کرونا ویروس د مخنېوی
په موخه په ښار کې د دوا پاشی او عفونې کونې چاري ترسره کوي .
چهارشنبه، د ۱۳۹۹ لمریز کال د وړی میاشت ۶ نېټه- مزارشریف!