در مزارشریف ښاروال صاحب ښار کي د نیالګیو کېنولو او سرسبزۍ په تړاو ناسته ترسره کړه.

در مزارشریف ښاروال صاحب ښار کي د نیالګیو کېنولو او سرسبزۍ په تړاو ناسته ترسره کړه.
شنبه په ورځ سهار د مزارشريف ښاروال الحاج محمد کاظم طارق په مشرۍ، ښار کي د نیالګیو کېنولو او سرسبزۍ په تړاو په خپل کاری دفتر کي ناسته ترسره کړه چي پر محال يي، د چاپېریال ساتنې رئیس محمد محمدي، د مزارشريف ښاروالۍ سکتوري او تخنيکي رئیس مولوي جلال جوهري، د ښاروالۍ شرعي او حقوقي سلاکار مولوی بخت اللّٰه مظهري، د تنظیف او سرسبزۍ آمر محمد آصف الیاس او د ښاروالۍ دولسګونو ناحیو آمرینو شتون درلود.
غونډه د قرانکريم څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پیل شوه په لومړي کې د مزارشريف ښاروال غونډه ګډونوالو ته ښه راغلاست تر څنګ يې وویل ډېر ژر به د ښار په مختلفو ناحیو کې د سرسبزۍ او زرغونتیا په موخه د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شي، او زیات شمېر نیالګي به کېنول شي، د نیالګیو کېنولو سربیره به د نیالګیو پاللو ته هم سږ کال جدي پاملرنه کیږي، ځکه د نیالګیو کینول آسانه او پالل یي سخت دي، د دولسګونو ناحیو آمرینو ته يې سپارښتنه وکړ، چي د سکتوري او تخنيکي ریاست سره په همغږۍ دي نیالګیو کېنولو ته مشخص ځایونه په نښه کړي، د مزارشريف ښاریانو يې غوښتنه وکړه، چې د نیالګیو پاللو ته دي پوره پاملرنه وکړي، ځکه په وینا یې د ککړ چاپېریال له اغېزو د خلاصون یوازینۍ لار د نیالګیو کېنول دي او دا کار یوازې د ښاروالۍ مسوولیت نه دی.