د بلخ ولایت د علماو شورا له مرستیال سره د مزارشریف ښاروال لیدنه
د مزارشریف ښاروال الحاج مولوي نقیب الله طارق او د ښاروالۍ د مرکزي شعبو کارکونکو د بلخ ولایت د علماوو شورا له مرستیال شیخ مولوي محبوب الحق مخدوم زاده سره د مزار ښاروالۍ د غونډو په تالار کې وکتل.
د مزارشریف ښاروال د بلخ ولایت د علماوو شورا مرستیال ته د ښه راغلاست تر څنګ د نوموړي له راتګ خوښي څرګنده کړه.
ور پسې د بلخ ولایت د علماوو شورا مرستیال مزار ښاروالۍ ته د خپل راتګ موخه د دولت او خلکو تر منځ د لا ښه اعتماد رامنځته کول یاد کړل نوموړي زیاته کړه چې ټول کارکونکي باید پر اسلامي روحیه سمبال وي.
هغه دا هم وویل چې د بلخ ولایت د اداري مسولینو له کړنو به هم څارنه کوي.