د مالې الکترونیکي سیستم د رامنځته کولو د همغږۍ او همکارۍ ناسته ترسره شوه
د مزارشریف ښاروالۍ د مالې الکترونیکي سیستم د رامنځته کولو د همغږۍ او همکارۍ ناسته د مزارشریف ښاروال عبدالحق خرمي، د سیمه اېزو ارګانونو د خپلواکي اداری د ښاروالیو معینیت د عوایدو او محاسبي رییس محمد امین توخي په ګدون ترسره شوه.
په الکترونیکي ټوګه د عوایدو راټولو، د ښاریانو لپاره د آسانتیاوو رامنځته کول، د عوایدو د راټولو په برخه کې د ړونتیا رامنځته کول هغه موضوعات ول چې په دغه ناسته کې په هکله یې خبری وشوي.
چهارشنبه، د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومې میاشت ۱۱ نېټه- مزارشریف!