د مزارشريف ښاروال د مزارشريف ښار له بېلابېلو برخو څخه ليدنه او څارنه وکړه
د مزارشریف ښاروال الحاج مولوي نقیب الله طارق نن مازدیګر د مزارشریف ښار له بیلابیلو سیمو لیدنه وکړه.
د مزارشریف ښاروال خپله د دغې لیدنې په ترڅ کې د مزارشریف ښار له بیلابیلو سیمو لکه د روضې مبارکې شمال لور ته د مزار مال زیرزمیني، د متحد مارکیټ شاوخوا، د منډوي څلور لارې او د بلخ دروازې له یو شمیر سوپر مارکیټونو څارنه وکړه.
په دغه لیدنه کې د مزارشریف ښاروال د نرخنامې د څارنې تر څنګ اړونده مسولینو ته سپارښتنه وکړه تر څو د ښار له بیلابیلو سیمو په ځانګړي توګه د منډوي پر سرک د بې ځایه کراچیو د شتون مخه ونیسی چې په وینا یې ټول سرکونه باید د کراچیو له شتوڼ څخه پاک وي.