د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د خپلې ملکیت ۶۰۰۰ متره مربع شین پارک (رنګین کمان) د درې کلونو لپاره د داوطلبۍ له لارې په اجاره ورکړي.
Publish Date
Closing Date
د مزارشریف ښاروالۍ اداره د خپلې مالي سرچینې د پیاوړتیا په موخه په پام کې لري، چې خپل ۶۰۰۰ متره مربع شین پارک (رنګین کمان) ملکیت د روان کال لپاره د درې کلونو په موده کې د داوطلبۍ له لارې په اجاره ورکړي.
هغه اشخاص، شرکتونه او مؤسسې چې غواړي د یادې اجارې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، کولای شي خپلې غوښتنلیکونه د اعلان له خپرېدو وروسته د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري او د اعلان له نېټې څخه تر (۱۰) تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته مراجعه وکړي. د تدارکاتو د طرزالعمل د ۲۹ مادې د ۸ فقرې له مخې، د شرطنامې سافټ کاپي به وړیا له یاد آمریت څخه ترلاسه کړي.
شرطنامه او مشخصات دې په دقت وکتل شي. د ګډون شرط د پوروړتیا نه شتون دی او د اجارې د تضمین پیسې به په نغدي ډول اخیستل کېږي.
