د مزارشریف ښاروالۍ اداري ناسته
د مزارشریف ښاروالۍ اداري ناسته د مزارشریف ښاروال
الحاج مولوي نقیب الله طارق په مشرۍ په داسې حال کې چې د ښاروالۍ د مرکزي شعبو مسولینو او د دولسګونو ناحیو آمرینو شتون درلود ترسره شوه.
د مزار شریف ښاروال په دغه ناسته کې د خبرو پر مهال وویل چې ټول کارکونکي دې خپلې چارې په ښه توګه ترسره کړي.
نوموړي د دولسګونو ناحیو ټولو آمرینو ته سپارښتنه وکړه تر څو خپل باقیات راټول او د مراجعینو ستونزو ته په خپل وخت رسیدنه وکړي.
د ناستې په بله برخه کې د ناحیو ټولو آمرینو ټولو ګډونوالو ته د خپلو ترسره کړیو چارو راپور هم وړاندې کړ.
ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.