د مزار شریف ښار سټراټیژیک پراختیا چوکاټ (SDF) پلان وروستی شو
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښار جوړولو معین روښان ولسمل په مشري او د مزار شریف ښاروال عبدالحق خُرمي، ولایتي چارواکو او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د نړیوال بانک ښاري پراختیا پروژې مسوول په ګډون په جوړې شوې غونډې کې د مزار شریف ښار سټراټیژیک پراختیا چوکاټ (SDF) پلان وروستی شو.
د دغو پلانونو اصلي موخې اقتصادي او کرنیزه وده، ځايي اتصال، منظمه او پایداره ښاري پراختیا او د مزارشریف په گدون د هیواد په یو شمیر شارونو کی د اقتصادي دهلېزونو جوړول دي.
دغه پلان چی د ساساکي دفتر لخوا د هېواد په پنځو لوی ښارونو کې لکه مزارشریف، کندهار، هرات، جلال آباد او خوست کې تزسره کېږی. تر دې مخکې د کندهار او خوست ښارونو سټراټیژیک پراختیا چوکاټ (SDF) پلانونه هم وروستي شوي او تمه ده په نږدې راتلونکي د جلال اباد او هرات ښارونو پلانونه هم وروستي شي.
جمعه، د ۱۳۹۹ لمریز کال د غبرګولي مېاشت ۱۶ نېټه - مزارشریف!