د مزارشریف ښاروالۍ اداره په پام کې لري چې د خپلو مالي عوایدو د پیاوړتیا په موخه، په ۱۴۰۵ کال کې د روضې مبارکې شاوخوا ګلدانونو کې پنځه شتناب ځایونه د داوطلبۍ له لارې په اجاره ورکړي.
Publish Date
Closing Date
هغه اشخاص، شرکتونه او مؤسسې چې غواړي په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، کولای شي د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه خپل غوښتنلیکونه د مزارشریف ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري. ګډونوال باید د اعلان له خپرېدو وروسته د ۷ تقویمي ورځو په موده کې یاد آمریت ته مراجعه وکړي، ۱۷۵,۰۰۰ (یو لک او پنځه اویا زره) افغانۍ نغدي تضمین وسپاري، او د تدارکاتو د طرزالعمل د ۲۹ مادې د ۱ فقرې له مخې د شرطنامې چاپ شوې کاپي د ۱,۰۰۰ افغانیو په بدل کې ترلاسه کړي. ګډونوال باید شرطنامه او مشخصات په دقت مطالعه کړي. د پاتې پور نه لرل شرط دي، او تضمین او د اجارې د بیې یو پر درېیمه برخه به په نغدي ډول اخیستل کېږي.
